دلوبغاړو په اړه

په ۲۰۱۶ کرکټ نړیوال جام کې محمد نبي د مخکښو ویکټ اخیستونکو په سر کې وو.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی محمدنبي عیسی خېل په ۲۰۱۶ کرکټ نړیوال جام کې د مخکښو ویکټ اخیستونکو په سر کې شتون درلود.

د کرکټ نړیوال شورا د شل اوریزه نړیوال جام فیسبوک پاڼې پر خپل رسمي فیسبوک پاڼې دا خبر خپور کړی، او ورسره یې لیکلي:
” په ۲۰۱۶ کرکټ نړیوال جام کې محمد نبي د مخکښو ویکټ اخیستونکو په سر کې و، ستاسو په نظر څوک به پدې کال کې د ډیرو ویکټو اخیستو دعوه وکړي”؟

محمدنبي د ۲۰۱۶ کال نړیوال جام د مخکښو ویکټ اخیستونکو په سر کې شتون درلود، ده په ۷ لوبو ۱۲ لوبغاړي سوځولي وه، دوهم لوبغاړی هم د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې څخه راشد خان ارمان وو هغه په ۷ لوبو کې ۱۲ لوبغاړي سوځولي وو او په درییم ځای کې میچل سنټینر نیوزلینډی لوبغاړی وو هغه په ۵ لوبو کې ۱۰ لوبغاړي سوځولي وه.

ټاکل شوې ده چې ۲۰۲۱ نړیوال شل اوریزه جام د اکټوبر میاشتې په ۱۷مه پیل شي او د نومبر میاشتې په ۱۴ مه نېټه یې پایلوبه ترسره شي.

افغانستان کرکټ ملې لوبډله په بي ګروپ کې له هندوستان، پاکستان او نیوزلینډ لوبډلو سره لوبې ترسره کوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې