دلوبغاړو په اړهمقالېنړیوال کریکټ

پنځه کرکټران چې په تقاعد اخیستو پښېمانه شوي او بیرته کرکټ ته راغلي دي

د کرکټ په نړۍ کې داسې نړیوال کرکټران هم شته تقاعد یې اخیستی او له تقاعد اخیستو وروسته بیرته کرکټ ته راستانه شوې دي کرکټ فیټ ویب پاڼې ددې لوبغاړو لیست خپور کړی دی موږ یې تاسو سره شریکوو.

شاهد افریدی: پاکستاني شاهد افریدی له تقاعد وروسته بیرته کرکټ ته راستون شوی دی، هغه ۲۰۰۶ کې له ټیسټ کرکټ تقاعد واخیست او ۲۰۱۰ کال کې بیرته د کپتان په توګه راستون شوو همداراز په ۲۰۱۱ کې له یو ورځنیو لوبو څخه تقاعد واخیست ۲۰۱۵ کې د مصباح الحق تر کپتانۍ لاندې بیرته لوبډله کې واخستل شو.

کیوین فیټرسن: فیټرسن هم ۲۰۱۱ کې تقاعد واخیست خو له څو میاشتو وروسته بیرته راوګرځېد او کرکټ یې پیل کړ.

ډی جی براوو: ویسټ انډیزی لوبغاړی دی ۲۰۱۸ کال کې یې له کرکټ استفاع وکړه، خو ۲۰۱۹ کال کې بیرته راوګرځېده، ترڅو شل اوریز نړیوال جام ته چمتووالی ونیسي.

عمران خان: عمران خان د پاکستان لپاره یو ښه کپتان او غوره الراونډر پاتې شوی دی، او زیاتې لوبې یې کړي دي، ۱۹۸۷ کال کې یې له کرکټ استفاع وکړه او په ۱۹۸۸ کال کې د وخت د رئیس جمهور ضیا الحق په غوښتنه بیرته کرکټ ته راستون شو.

جاوید مایندد: دی هم د پاکستان لپاره ښه توپ وهوونکی و هغه ۱۹۸۶ کال کې تقاعد واخیست خو له لسو ورځو وروسته بیرته نړیوال کرکټ ته راوګرځېده دا هغه پینځه مشهور لوبغاړي وو چې له تقاعد وروسته بیرته کرکټ ته راغلي دي.

د یادونې ده چې اوس مهال د پاکستان بل تیز توپ اچوونکی محمد عامر هم په دې هڅه کې ده چې له تقاعد وروسته بیرته کرکټ ته راستون شی.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې