مقالېنړیوال کریکټ

وسيم اکرم:پاکستان چې له زمبابې سره سيالۍ برابروي،همداسې به له سترو ټیمونو ماتي خوري.

د پاکستان کرکټ ملي لوبدلې پخواني لوبغاړي وسیم اکرم د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په منجمېنټ سختې نیوکې وکړې،او ویي چې پاکستان کرکټ بورډ چې د زمبابې په څير له کمزورو لوبډلو سره سيالۍ پلان کوي،همداسې به له سترو لوبډلو څخه ماتي خوري.

نوموړي وویل،پاکستان چې تر څو لدغو کمزورو لوبډلو سره سيالۍ کوي،تر هغې به د سترو لوبډلو په وړاندې بریاوې خپلې نه کړي.

نوموړي په پاکستان کرکټ بورډ غږ وکړ،چې له سترو لوبډلو سره د سيالیو برابرولو څخه ویره ونه لري او د کمزورو لوبډلو سره د سيالیو په ځای باید له سترو ټیمونو سره سيالۍ برابرې کړي.
د نوموړي په وینا،د زمبابې او نورو کمزورو لوبډلو سره د سیالیو کول،کومه مثبته پایله نه لري.

د نوموړي تازه څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي،چې پاکستان د انګلستان په وړاندې د سيالیو سیریز بایلوده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې