دلوبغاړو په اړه

شل اوریزه نړیواله درجه بندۍ کې راشدخان ارمان ته بل زیان!

د کرکټ نړیوالي شورا په شل اوریزه نړیواله درجه بندۍ کې د توپ اچوني په برخه کې یو نوی تغیر راغي، چې پکې راشد خان ارمان له دوهم ځای څخه دییم ځای ته کښته شو.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دا ځوان سلو توپ اچونکی راشدخان ارمان د کرکټ نړیوالي شورا د توپ اچونکو په درجه بندي کې له دوهم ځای څخه درییم ځای ته کښته شو او دوهم ځای ورڅخه د سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکي واننډيو ډيسلوا د یوې نمرې په توپیر سره له راشد خان څخه یاد ځای ونیوئ.

اوس د نړیوالي شورا د شل اوریزه لوبو د توپ اچونکو په درجه بندۍ کې تبریز شمسي د ۷۹۲ نمرو په درلودلو سره د جدول په سر کې، دوهم ځای کې د سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلې واننډيو ډيسلوا د ۷۲۰ نمرو په درلودلو سره شتون لري.

همدارنګه د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې پیاوړي سلو توپ اچونکی راشدخان ارمان د ۲۱۹ نمرو په درلودلو سره د جدول په درییم ځای کې قرار لري، په څلورم ځای کې د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکی عادل راشد د ۶۸۹ نمرو په درلودلو سره شتون لري او په پنځم ځای کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې بل پیاوړی سلو توپ اچونکی مجیب الرحمن د ۶۸۷ نمرو په درلودلو سره شتون لري.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې