دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سونیل ګاوسکار: دوه لوبغاړي کولای شي په ټیم کې د هارډیک پانډیا پرځای د الراونډرۍ دنده ترسره کړي

له هند څخه نوي ډهلۍ رسنۍ راپور ورکړی دی، چې سونیل ګاوسکار د دوه لوبغاړو یادونه کړې ده کوم کولای شي په ټیم کې د الروانډرۍ دنده ترسره کړي، دوی د ګواسکار له قوله ویلي دي چې دوه لوبغاړي کولای شي په لوبډله کې د هارډیک پانډیا پرځای د الراونډرانو دنده ترسره کړي.

هندوستان په اوس وخت کې په دې هڅه کې دی چې په لوبډله کې تیز توپ اچوونکي الراونډران ولري، ځکه پانډې په اوس وخت کې د لوبډلې لپاره ښه نه ځلیږي، له کله چې هغه ژوبل شوی توپ اچونه یې نه ده ترسره کړې.

ګاوسکار ویلي چې په ای پی ایل کې د چینای سوپر ګینګز لوبډلې لوبغاړی ډیپک چاهار کولای شي چې په لوبډله کې د پانډیا پر ځای د تیز توپ اچوونکي دنده ترسره کړي، هغه همداراز د د بونیشور کومار یادونه هم کړې ده چې په ټیم کې به ښه ولوبیږي.

نوموړی وایي دې دوه تنو د هندوستان په کورني کرکټ کې ښې لوبې کړې دي او کولای شې په ملي لوبډله کې هم د ټیم ښه نماینده وکړي نو له همدې امله زه ددې دوه تنو یادونه کوم چې د ښه الراونډرانو په توګه په ټیم کې ځای پیدا کړي.

د نوي ډهلي د معلوماتو له مخې چې هند دا زیاته موده د هارډیک پانډیا پرځای لوبډلې ته د بل لوبغاړي د راوستلو غوښتنه نه ده کړې خو شاید له دې وروسته په دې لته کې و اوسي ترڅو د هغه بدیل پیدا کړي.

ریحان الله ممتاز

ریحان ممتاز د لغمان ولایت مرکز اوسېدونکی دی، له ژورنالېزم پوهنځي فارغ او په هندوستان هېواد کې د ژورنالېزم په برخه کې د ماسټري زده کړې کوي. له موږ سره فعال ورزشي خبریال دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې