دلوبغاړو په اړهمرکې

راهول: ما ډېرې غلطۍ وکړې او له غلطیو مې ډير څه زده کړل.

کې ایل راهول د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې یو مخکښ لوبغاړی دی او همداشان په ای پي ایل سيالیو کې د پنجاب کینکز لوبډلې مشري هم په غاړه لري.

نوموړی پدې وروستیو کې د هندوستان د ټيسټ لوبو څخه ډراپ شوی و.چې ورسره د مینه والو لخوا د هغه د نه شتون په اړه زیاتې پوښتنې هم را ولاړې شوي وې.

نوموړي ته يو ځل بیا د رشاب پنټ په نشتون کې د هند کرکټ ملي لوبډلې په ټیسټ سکواډ کې ځای ورکړل شوی دی.
پخپله کې ایل راهول وايي،دا چې نوموړی د هند د ټيسټ سکواډ څخه ډراپ شوی و او پدې نه و توانیدلی،دا د هغه خپله غلطي وه.

خو نوموړي وویل،هغه غلطۍ کړي وې او له همدې کبله ډراپ شوی و.خو اوس یې له غلطیو ډير څه زده کړل او وتوانیده چې ټيسټ لوبډله کې بیرته ځای خپل کړي.

کې ایل راهول چې اوسمهال انګلستان کې دی،د انګلستان یوه کلب خلاف په تمریني لوبه کې د بيټينګ ترڅنګ په ویکټ ساتنې برخه کې ښه وځلیده.
نوموړي وویل،خوښ دی چې د یو څه مودې وروسته بیرته ټيسټ کرکټ ته راستانیږي.د هغه په وینا په سپين لباس کې د هند لپاره د لوبیدو څخه ډير خوند اخلي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې