مقالېنړیوال کریکټ

د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ سیالۍ، خو تاوان یې افغانستان ته رسېدلی شي.

د ویسټ انډیز او پاکستان ترمنځ د څلورو شل اورېزه سیالیو لړۍ نن د چهارشنبې په ورځ د بارباډوس په برج ټاون ښار کینسنګټن اوول کې پیل کیږي، دا به د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه فارمټ شپږمه دوه اړخیزه لړۍ وي چې ترسره کیږي.

ویسټ انډیز په ۲۰۱۱م کال کې د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه فارمټ یوازینۍ لړۍ وګټله چې وروسته پاکستان خپلې بریاوې جاري وساتلې.

په ټوله کې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ «۱۴» شل اوریزه سیالۍ ترسره شوي دي چې «۱۱» یې پاکستان ګټلي او یوازې درې لوبې ویسټ انډیز ګټلي دي.

له دې جملې څخه «۷» سیالۍ په ویسټ انډیز کې ترسره شوي دي چې له دې څخه پاکستان ۵ او ویسټ انډیز بیا یوازې دوه سیالۍ ګټلي دي.

باید یادونه وشي چې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ د شل اوریزه فارمټ وروستۍ لړۍ ۲۰۱۸ م کال کې د پاکستان په کوربتوب کراچۍ کې ترسره شوې وه چې پاکستان پکې درې په صفر بری خپل کړی وو.

په وروستي ځل چې دواړه لوبډلې په شل اوریزه فارمټ کې د ویسټ انډیز په خاوره لوبېدلي وې، په ۲۰۱۷ م کال کې پاکستان د څلورو شل اوریزه سیالیو لړۍ درې د یو په مقابل کې ګټلي وه.

د کرکټ نړیوالې شورا په وروستۍ درجه بندۍ کې پاکستان د «۲۶۱» پوائنټونو سره څلورم ځای کې دی پداسې حال کې چې د ویسټ انډیز لوبډله د کیرون پولارډ په مشرۍ د «۲۳۵» پوائنټونو سره اتم مقام لري.

که په لړۍ کې پاکستان درې د یو په مقابل کې بریا خپله کړي په هغه صورت کې به پاکستان د ۲۶۳ نمرو سره دریم مقام ته ورسیږي.

که چېرته لړۍ ویسټ انډیز ګټي، یا هم دوه پر دوه مساوي پای ته رسیږي نو ویسټ چې اوس مهال ۲۳۵ نمرې لري له افغانستان څخه اووم مقام ترلاسه کولای شي.

باید یاده کړو چې د شل اوریزه فارمټ درجه بندۍ کې ویسټ انډیزه اوس مهال په ۲۳۵ نمرو سره اتم او افغانستان په ۲۳۶ نمرو سره اووم مقام لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې