افغانستان کریکټ

د هندوستان د پاته اتو لوبغاړو کرونا پایلې معلومې شوې

تېره ورځ د هندوستان او سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه وروسته تر دې وځنډېده، چې د هند لوبډلې د لوبغاړي د کرونا پایله مثبته وختل.

پرون د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې د الراونډر لوبغاړي د کرونال پانډیا د کرونا پایله مثبته شوه، چې وروسته ورسره د اتو نورو د لوبغاړو کرونا ټيسټونه هم ترسره شوه خو د یادو لوبغاړو د کرونا پایلي منفي شولې.

یاده لوبه وروسته له هغه ځنډول کیږي، چې د یو بل خبر له مخې د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې درې تنه پیاوړي لوبغاړي د ټپونو له امله د هندوستان پروړاندي په دوهمه لوبه کې برخه نشوای اخیستلای، چې دا د سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلې لپاره یو ډېر بد خبر وو.

د یادوني ده چې د هندوستان او سریلانکا د کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې په ګټه پای ته رسېدلې وه او پرون د جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه یې دوهمه شل اوریزه لوبه ترسره کېدل، چې د کرونا ښکار شوه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې