دلوبغاړو په اړهمرکېنړیوال کریکټ

بابر اعظم د ویسټ انډیز خلاف شل اوریزه سیالیو کې په لوبډله کې د لوبغاړو بدلون ته اشاره وکړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر «بابر اعظم» د تېر پړاو شل اوریزه نړیوال جان د اتلې لوبډلې ویسټ انډیز خلاف د شل اوریزو سیالیو لپاره په لوبډله کې د لوبغاړو بدلون ته اشاره وکړه.

د برج ټاؤن په یوه آنلاین مطبوعاتي کنفرانس کې د خبرو پرمهال بابر اعظم وویل چې د ویسټ انډیز پر وړاندې سیریز خورا مهم دی.

هغه زیاته کړه: موږ به د ترکیب کولو لپاره زموږ د بینچ ځواک هم وګورو، موږ باید د نړیوال جام دمخه خپل ترکیب وګورو.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر زیاته کړه چې موږ باید د تېرو تېروتنو زده کړې وکړو او بیا یې تکرار نکړو او په لوبډله کې ټولو لوبغاړو ته باور ورکړو.

بابر اعظم د ځان په اړه وویل چې هغه به کوشش کوي ترڅو خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي او د مینه والو توقعات پورا کړي.

باید یاده کړو چې د پاکستان او ویسټ انډیز ترمنځ به د څلورو شل اوریزه سیالیو لړۍ نن د جولاۍ ۲۸ مه نېټه د افغانستان په وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې