مقالېنړیوال کریکټ

انظام الحق د ویسټ انډیز سره د شل اوریزو لوبو په کمولو پاکستان بورډ ملامت کړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي انظمام الحق په پاکستان کرکټ بورډ لدې کبله نیوکې کړي،چې ولې یې ویسټ انډیز سره په یوې شل اوریزې لوبې را کمولو موافقه وکړه.

نوموړي وویل،که داسې وای،باید له مهال ویش وړاندې شل اوریزه لوبه را کمه شوي وای.

نوموړي وویل،هیڅ نه پوهیږي چې پاکستان کرکټ بورډ پدې غلطه پریکړه څنګه ورسره موافقه کړې.

پاکستان او ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټاکل شوي وه،چې پنځه شل اوریزې لوبې به ترسره شوی وای،خو وروسته دواړو هیوادونو په یوې شل اوریزې لوبې را کمولو موافقه وکړه.

دواړو لوبډلو ترمنځ به اوس د پنځو شل اوریزو لوبو په ځای اوس څلور شل اوریزې لوبې ترسره شي.

ټاکل شوي چې لومړۍ شل اوریزه لوبه به د جولای په ۲۸مه نېټه ترسره شي.

د ورکړل شوو معلوماتو له مخې چې دواړو لوبډلو ترمنځ ځکه یوه شل اوریزه لوبه را کمه شوي،چې د ویسټ انډیز او اسټرالیا ترمنځ د یو ورځنیو لوبو پر مهال ځینې لوبې د کرونا د پيښو له کبله پخپل وخت ترسره نشوې،چې له کبله یې ویسټ انډیز د پاکستان سره د سیالیو په مهال ویش کې تغیر را منځ ته کړ.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې