دلوبغاړو په اړهمرکې

کیرون پولارډ د بربادوس ویشتنځای څخه شکایت وکړ.

اسټرالیا ته د یو ورځنیو لوبو سیریز بایللو وروسته ویسټ انډیزي کپتان کیرون پولارډ د بربادوس ښار په ويشتنځایونو تور پورې کړ او ویې ویل چې ویستنځای هیڅ د نړیوال کرکټ په معیار برابر ندی.

“زه دا منم چې مونږ به خرابه لوبه کړي وي،خو مونږ دومره ملامت نه یو،ویشتنځای په نړیوال معیار برابر نه و او دواړو ټیمونو لوبغاړي پکې له ستونزو سره مخ شول.”

د یادونې وړ ده چې اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې لخوا ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله په وروستۍ او دریمه یو ورځنۍ لوبه کې په شپږو ویکټو له سترې ماتي سره مخ شوه او اسټرالیا لوبډلې د یو ورځنیو لوبو سیریز دوه په یو سره له ویسټ انډیز وګاټه.

لدې وروسته به ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډله پخپل کوربتوب له پاکستان سره د څلورو شل اوریزو لوبو لړۍ پیل کړي.

دواړو لوبډلو ترمنځ به لومړۍ شل اوریزه لوبه د جولای په ۲۷مه نېټه ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې