مقالېنړیوال کریکټ

رمیز راجا د سریلانکا لوبډلې وروستۍ لوبو په اړه ناهیلۍ کونکي څرګندونې وکړې.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د اوسني وخت کمینټيټور رمیز راجا د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې د خرابو کارکردګیو په اړه ویلي،چې سریلانکا پخپل کور کې چې د ۱۶۰ منډو هدف په شل اوریزو لوبو کې نشي پوره کولای،راتلوونکي نړیوال جام غوراوي پړاو سيالیو کې به څه کوي.

نوموړي د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې د بالرانو ستاینه هم وکړه چې د هند په څير پیاوړي لوبډله یې په شل اوریزه لوبه کې تر ۱۶۰ منډو رایساره کړه،خو نوموړي د سريلانکا لوبډلې په توپ وهوونکو نیوکه وکړه چې د بالرانو یا توپ اچوونکو ملاتړ یې ونکړ.

«کله یې چې د هند په څير لوبډله په ۱۶۰ را ایساره کړه،سريلانکا لوبډلې باید د بریا تکل کړی وای،که چیرې یو دوه لوبغاړو ښه ملګرتیا کړي وای،یوه لوبغاړي شاید د هند لخوا ورکړل شوی هدف تعقیب کړی وای،خو دا د سریلانکا کرکټ لوبډلې لپاره ښه خبر ندی چې یو اسانه هدف یې له هند لوبډله پوره نه کړ،دوی چې پخپل کور کې دغه هدف پوره نه کړ،د خپل کور بهر لوبو کې چې هغه نړیوال جام غوراوي پړاو سيالۍ دي،هلته به څه کوي.»

د یادونې وړ ده چې هندوستان دوهمې کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې کوربه سريلانکا ته په ۳۸ منډو توپیر سخته ماتي ورکړه او بریا یې خپله کړه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې