لیګونه

راشدخان په هر اړخیزې سیالۍ سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د انګلستان سل بالیزه کرکټ لیګ کې اوومه لوبه د مجیب الرحمان او راشدخان اړوند لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې د راشدخان هراړخیزې لوبې وروسته د راشدخان لوبډلې په دوه ویکټو بریا خپله کړه او راشدخان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

په سیالۍ کې د مجیب الرحمان اړوند سوپر چاجرز لوبډلې په لومړي وار توپ وهنې سره د لوبې ۹.۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۳۲ منډې وکړې.

جهن سیمپسون ۴۲ منډې وکړې، مجیب الرحمان په دوه توپونو صفر سره وسوځېدۀ، ټرینټ رکیټس لوبډلې ته په توپ اچونه کې راشدخان د ۳۱ منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول.

د راشدخان اړوند ټرینټ رکیټس لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې ۹.۴ اورونو کې د ۸ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ، الیکس هیلس ۴۰ ناسوځېدلي او راشدخان په ۱۲ توپونو د څلور څلوریزو او یوې شپږیزې په مټ چټکې ۲۵ منډې ترلاسه کړې.

مجیب الرحمان دوه اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې او ۲ ویکټې یې ترلاسه کړې.

لوبه د راشدخان اړوند ټرینټ رکیټس لوبډلې په دوه ویکټو وګټله د سیالۍ غوره لوبغاړی راشدخان اعلان شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې