بهرني لوبغاړي

بنګله دېش دوه موهم لوبغاړي د اسټرالیا پروړاندي لوبو کې له لاسه ورکړه

ټاکل شوې ده چې د اسټرالیا او بنګله دېش د کرکټ ملې لوبډلې د یوبل پروړاندي ۵ شل اوریزه لوبې د بنګله دېش په کوربتوب ترسره کړې.

د یادو لوبو څخه مخکې د بنګله دېش د کرکټ ملې لوبډلې دوه پیاوړي لوبغاړي د کورنیو ستونزو له کبله په یاده لوبلړۍ کې برخه نشي اخیستلای، یاد دوه لوبغاړي څخه یو د دې لوبډلې کلیدي لوبغاړی مشفق الرحیم دي او دوهم لوبغاړی، چې په یاده لوبلړۍ کې برخه نشي اخیستلای هغه لیټون ډاس د دې لوبډلې بیاوړی توپ وهونکی او ویکټ ساتونکی دی.

د بنګله دېش کرکټ بورډ اجراوي مشر نظام الدین چودري له فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، چې د اسټرالیا لوبډلې سره د سریز څخه مخکې باید لوبغاړي لس ورځي مخکې په لوبډله کې شتون ولري ترڅو دوی یوه خوندي ځای ته انتقال شي، خو دا دوه لوبغاړي په دې موده کې له ملې لوبډلې سره نشي یو ځای کېدلای.

ټاکل شوې ده سبا د اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې بنګله دېش ته د پنځو شل اوریزه لوبو کولو لپاره سفر ترسره کړي، او هلته د څه مودې لپاره قرنطین موده تېره کړي او بیا د اګسټ میاشتې په ۳ مه نېټه لومړۍ شل اوریزه لوبه د بنګله دېش سره ترسره کړي.

د یادوني ده، چې بنګله دېش به خپل کوربتوب له اسټرالیا سره پنځه شل اوریزه لوبې ترسره کړي لومړۍ هغه یې د اګسټ په ۳، دوهمه یې په ۴، ۶، ۷ او ۹ نېټه ترسره کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې