افغانستان کریکټریکارډونه

افغانستان دوهمه لوبډله ده چې په زیمبابوي کې لوړ هدف ته ځان رسوي

د افغاستان د کرکټ ملې لوبډله په هغه لیست کې شتون لري، چې په زیمبابوي کې یې په شل اوریزه لوبو کې لوړ هدف یا ټارګیټ ته ځان روسولی وي.

د افغانستان په ګډون په دې لیست کې بنګله دیش او د پاکستان کرکټ ملې لوبډلې هم شتون لري، خو په یاد لیست کې د بنګله دیش کرکټ ملې لوبډله په لومړي ځای کې قرار لري، چې په شل ارویزه لوبو کې یې د زیمبابوي په هیواد کې لوړ هدف ته ځان رسولی وي، دې لوبډلې په روان ۲۰۲۱ کال کې د زیمبابوي کرکټ ملې لوبډلې پروړاندي په لوبه کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د زیمبابوي ۱۹۵ منډي هدف پوره کړ.

په دوهم ځای کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډله شتون لري، دې لوبډلې په ۲۰۱۵ کال کې د زیمبابوي پروړاندي په یوه لوبه کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د زیمبابوي د ۱۹۱ منډو هدف ته ځان ورسوی.

او په دریيم ځای کې د پاکستان کرکټ ملې لوبډله قرار لري، دې لوبډلې په ۲۰۱۸ کال کې په زیمبابوي کې د اسټرالیا لوبډلې د ۱۸۷ منډو هدف ته ځان ورسوی.

بنګله دیش، افغانستان او پاکستان هغه درې د کرکټ لوبډلې دي، چې په زیمبابوي کرکټ لوبغاړو کې یې لوړو هدفونو ته ځان رسولی وو.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې