دلوبغاړو په اړهلیګونه

افريدي په «اي پي ایل» سيالیو کې د کتماندو کینکز لوبډلې استازیتوب کوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاهدخان افریدي به د نیپال هیواد په راتلوونکي «ایوریسټ پریمیر لیګ » سيالیو کې د کتماندو کینکز لوبډلې په ګټه لپاره لوبې ترسره کړي.

د نيپال دغه کورنۍ لیګ سيالۍ به د راتلوونکي سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه پيل چې د اکتوبر میاشتې په نهمه نېټه به پای ته وراسیږي.

د ایوریسټ پریمیر لیګ سيالیو کې ټولټال شپږ لوبډلې برخه لري او دغه لیګ د عامر اختر په نوم کس لخوا په لاره اچول کیږي.

د کتماندو لوبډلې سره د شاهد افریدي یو ځای کیدو خبر پخپله یادې لوبډلې په ټویټر پاڼه ورکړئ دی.

يادې لوبډلې پخپله پاڼه لیکلي: «مونږ بوم بوم شاهدخان افريدي ته په کتماندو کینکز لوبډله کې او همداشان نیپال ته په راتګ کې هرکلی وایو.

مونږ ډير خوښ یو چې د هغه له بیټينګ څخه په ځینې شپږیزې او همداشان په توپ اچونه کې د ځينو ویکټو اخیستو ننداره وکړو.»
تراوسه په یاد لیګ کې د کوم افغان لوبغاړي د لوبیدو په اړه کوم خبر ندی ورکړل شوی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې