دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پرتیو شؤ او سوریا کمار انګلستان کې له هند لوبډلې سره یو ځای کیږي.

د هندوستان سنیئر لوبډله اوسمهال په انګلستان هیواد کې ده او ټاکل شوي چې د کوربه هیواد سره به د پنځو ټيسټ لوبو لړۍ ترسره کړي،له بلې خوا یې دوهمه یا بي لوبډله اوسمهال په سريلانکا هیواد کې ده او د سريلانکا سره په یو ورځینو لوبو بوخته ده.

د هندوستان سنیئر یا اصلي لوبډلې دوه لوبغاړي واشنګټن سنډر او اویش خان د ټپونو له کبله د انګلستان په وړاندې له سيریز څخه بهر شول.

هند کرکټ بورډ ویلي،د یادو لوبغاړو په ځای به پرتیو شؤ او سوریا کمار یادف د هند کرکټ ملي لوبډلې سره په انګلستان کې یو ځای شي.

پرتیو شؤ او سوریا کمار د هندوستان دوهمې کرکټ ملي لوبډلې سره په سریلانکا هیواد کې دي،تراوسه ښکاره نده چې یاد لوبغاړي به څه وخت په انګلستان کې د هند کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شي.

هند کرکټ ملي لوبډله اوسمهال په انګلستان هیواد کې د ځايي کلب سره په تمریني لوبه بوخته ده.خو دوهمې لوبډلې یې له سریلانکا څخه د یو ورځنیو لوبو سیریز دوه په یو سره وګټه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې