نړیوال کریکټ

ویسټ انډیز لوبډله فوم ته راغله، د شل اوریزه لړۍ وروسته یې دوهمه پنځوس اوریزه سیالۍ کې استرالیا لوبډله ماته کړه.

د ویسټ انډیز او استرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ دوهمه لوبه ترسره شوه چې ویسټ انډیز په ۴ ویکټو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې استرالیا په لومړي وهنې سره د لوبې ۴۷.۱ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۸۷ منډې وکړې او ویسټ انډیز ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکل شو.

استرالیا ته اډم زمپا او متیو ویډ ۳۶-۳۶ او اسټن اګر ۴۱ زیاتې منډې وکړې، ویسټ انډیز ته اکیل خسین او الزاري جوزف درې درې لوبغاړي وسوځول.

ویسټ انډیز ټاکل شوی هدف د لوبې ۳۸ اورونو کې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۴ ویکټو یې بریا خپله کړه.

ویسټ انډیز ته نیکولاس پوران ۵۹ او حیسن هولډر ۵۲ زیاتې منډې وکړې، استرالیا ته میچل سټارک درې او اډم زمپا دوه لوبغاړي وسوځول.

په دې سره د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ یو یو مساوي شوه چې دریمه او ورړستۍ پریکړه کونکي سیالي به هم ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې