دلوبغاړو په اړهلیګونهنړیوال کریکټ

سپټمبر کې د پاکستان خلاف سیالۍ، خو هندوستان د «ای پي ایل» پاتې سیالۍ همدغه میاشت کې پیلیوي، افغان لوبغاړي به د «ای پي ایل» څو سیالۍ د لاسه ورکړي؟

ټاکل شوې ده چې روان کال سپټمبر میاشت کې به افغان لوبډله د ورلډ کپ سوپر لیګ خپله دوهمه لړۍ د پاکستان خلاف ترسره کړي چې پکې درې پنځوس اوریزه سیالۍ ساملې دي.

افغان کرکټ بورډ د پاکستان خلاف د راشدخان، محمدنبي او مجیب الرحمان په شمول خپله ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

راشدخان، محمدنبي او مجیب الرحمان درې واړه د هند غوره لیګ «ای پي ایل» کې د سن رایزرز حیدراباد لوبډلې په ګټه لوبیږي.

د پاکستان خلاف سیالیو کې د ګډون له امله افغان لوبغاړي ممکن د «ای پي ایل» شاوخوا ۵ سیالۍ د لاسه ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د څوارلسم پړاو هند غوره لیګ پاتې سیالۍ به د سپټمبر په ۱۹ مه نېټه پیل شي، که چېرې د اقغانستان او پاکستان ترمنځ سیالۍ د سپټمبر له لومړۍ اونۍ وروسته پیلیږي نو په هغه صورت کې به د کرونا وایروس محدویانونو له امله افغان لوبغاړي د «ای پي ایل» یو شمېر سیالۍ د لاسه ورکړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې