نړیوال کریکټ

سویلي افریقا د شل اوریزه لړۍ په دریمه سیالۍ کې هم ایرلینډ لوبډله ماته کړه.

د سویلي افریقا او ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ ترسره شوه چې پکې سویلي افریقا درې د صفر مقابل کې بریا خپله کړه.

د لړۍ دریمه او وروستۍ شل اوریزه سیالۍ کې سویلي افریقا په لومړي وار توپ وهنې سره ۲۰ اورونو کې د دوه لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۸۹ منډې وکړې.

تامبې بیوما زیاتې ۷۲ منډې وکړې، ایرلینډ ته سیمي سینګ او مککراتي یوه یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ایرلینډ د ټاکل شوي هدف په تعقیب ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۴۰ منډې وکړې او د ۴۹ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

په دې سره ایرلینډ درې د صفر مقابل کې له ماتې سره مخ شو، د سیالۍ غوره لوبغاړی بیوما او د لړۍ غوره لوبغاړی ډیویډ مېلر اعلان شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې