دلوبغاړو په اړهلیګونهمرکې

راشدخان: ویاړم چې په سل بالیزه سیالیو کې د افغانستان استازیتوب کوم.

راشدخان چې په لومړي پړاو سل بالیزه سیالیو کې د ټرنټ راکېټس لوبډلې لخوا په یو لک ایرو اخیستل شوی ویلي،پدې ډیر ویاړ کوي چې د افغانستان په استازیتوب په لومړي ځل په سل بالیزو سیالیو کې ګډون کوي.

نوموړي ویلي،دغو سیالیو ته په بې صبرۍ انتظار کوي او نوموړي هیله ښودلي چې ښه به پکې ځلېږي.

«بې له شکه،چې دا زما لپاره او زمونږ د هیواد لپاره یو ستر ویاړ دی،چې په لومړي ځل په سل بالیزه سيالیو کې د افغانستان په استازیتوب به لوبې وکړم.»

راشدخان چې د کرکټ نړۍ نامتو لوبغاړی شمیرل کیږي،ټاکل شوي چې نوموړی به د شنبې په ورځ په لومړي ځل په سل بالیزه سيالیو کې د خپلې لوبډلې په ګټه راڅرګند شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې