دلوبغاړو په اړهمقالې

د سلیکشن کمېټې مشر اسدالله خان د استفا لاملونه.

افغان کرکټ بورډ په کور دننه د پاکستان خلاف راتلونکي سیالیو لپاره د افغان کرکټ ملي لوبغاړو دپاره دوه روزنیز کمپونه په لار وچول چې دوه ورځې وړاندې ترې «۱۷» کسیزه لوبډله اعلان شوه.

په لوبډله کې تر ډېره هغه ځوان لوبغاړي دي چې د ښه استعداد پر مټ نړیوالو لیګونو کې هم لوبیږي خو تراوسه ورته په ملي لوبډله کې موقع نه وه ورکړل شوي.

ښایي د افغانستان کرکټ په شل کلن تاریخ کې لومړی ځل وي چې کرکټ مینه وال د افغان لوبډلې سلیکشن یا هم انتخاب څخه راځي واوسي، خو بیا هم د سلیکشن کمېټې مشر اسدالله خان استفا وکړه.

د اسدالله خان استفا لاملونه څه دي؟

د افغان کرکټ بورډ یو چارواکي افغان کریک انفو ته وویل چې اسدالله خان نه غوښتل چې کریم جنت په لوبډله کې ولوبیږي، پرځای یې د ګلیدین نایب لوبول غوښتل.

دغه چارواکي زیاته کړه چې اسدالله خان په ۲۰۱۹ م کال کې دافغان کرکټ بورډ اجرایه رایس و چې په غوښتنه یې اضغر افغان د لوبډلمشرۍ مات او پرځای یې ګلبدین نایب انتخاب شو.

دغه چارواکی زیاتوي چې اسدالله خان قصدً د اضغر افغان او کریم جنت سره توپیري چلند کوي او د ګلبدین نایب څخه ملاتړ کوي.

وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې ګلبدین نایب پرته له یو یو ټیسټ ورکولو څخه په کمپ کې ګډون کړی دی، پداسې حال کې چې محمد شهزاد، افتاب علم، نورعالي ځدراڼ او د سمیع شینواري په ګډون زیات شمیر لوبغاړي په همدغه یو یو ټیسټ کې تر ناکامېدو وروسته له روزنیز کمپ څخه وویستل شول.

د بورډ یو بل چارواکي افغان کریک انفو ته وویل چې اسدالله خان استفا ونکړه بلکې په لوبډله کې د ډلبازۍجوړولو له امله افغان کرکټ بورډ نوموړی له دندې ګوښه کړ.

تراوسه افغان کرکټ بورډ د سلیکشن کمېټې مشر اسدالله خان استفا او یا هم ګواښه کولو په اړه کوم رسمي خبر ندی ورکړی.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې