افغانستان کریکټ

بنګله دیش په شل اوریزه سیالۍ کې د زمبابوې لخوا «۱۹۴» لوی ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ او لړۍ یې په خپل نوم کړه.

د زمبابوې او بنګله دیش ترمنځ نن د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه هم ترسره شوه چې بنګله دیش په ۵ ویکټو بریا خپله کړه او لړۍ یې دوه د یو په مقابل کې وګټله.

په نننۍ سیالۍ کې زمبابوې لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۹۳ منډې وکوې، زمبابوې ته ویسلي مادویر ۵۴ او چکباوا ۴۸ منډې وکړې، سومیا سرکار دوه لوبغاړي وسوځول.

بنګله دیش ټاکل شوی هدف په ۱۹.۲ اورونو کې د ۵ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۵ ویکټو یې بریا خپله کړه.

بنګله دیش ته سومیا سرکار ۶۸ منډې وکړې، زمبابوې ته مزرباني دوه لوبغاړي وسوځول.

د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ بنګله دیش دوه د یو په مقایل کې وګټله، د سیالۍ او لړۍ غوره لوبغاړی سومیا سرکار اعلان شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې