مقالېنړیوال کریکټ

کرکټ نړیوالې شورا د «ورلډ کپ سوپر لیګ» تازه درجه بندي اعلان کړه چې افغانستان پکې شاته تګ کړی دی.

د سریلانکا او هندوستان ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو ترسره کولو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا د «ورلډ کپ سوپر لیګ» تازه درجه بندي اعلان کړه چې افغانستان له اووم مقام څخه اتم مقام ته ښکته شوی دی.

د ورلډ کپ سوپر لیګ په درجه بندۍ کې انګلستان لومړی، بنګله دیش دوهم، استرالیا دریم، هندوستان څلورم، پاکستان پنځم، ایرلینډ شپږم، نیوزیلینډ اووم او افغانستان اتم مقام ترلاسه کړی دی.

افغانستان او نیوزیلینډ د ورلډ کپ سوپر لیګ یوازې درې درې سیالۍ ترسره کړي دي چې درې واړه یې ګټلي دي، پداسې حال کې چې نورو سیالانو یې انګلستان ۱۵، بنګله دیش ۱۲، استرالیا ۷، هندوستان او پاکستان ۹-۹ او ایرلینډ ۱۲ سیالۍ ترسره کړي دي.

افغانستان که څه هم ورلډ کپ سوپر لیګ درې درې سیالۍ له هند او سریلانکا سره درلودې خو تر نامعلومې نېټې ځنډول شوي دي.

افغانستان چې د ورلډ کپ سوپر لیګ لومړۍ لړۍ د ایرلینډ خلاف ترسره کړه، خپله دوهمه لړۍ به روان ۲۰۲۱م کال سپټمبر میاشت کې د پاکستان خلاف ترسره کړي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې