بهرني لوبغاړينړیوال کریکټ

هارډيک پانډیا: هندوستان دا وړتیا لري دوه نوري ملې لوبډلې هم ولري

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې ځوان الراونډر لوبغاړی هارډيک پاینډيا وایي د هندوستان کرکټ بورډ کولایشئ دوه نوري ملې لوبډلې هم جوړ کړي او په نړیوالو لوبو کې یې ولوبوي.

د هندوستان دوهمه ځوانه لوبډله د شکردهوان په لوبډلمشرۍ سریلانکا هیواد ته د لوبو کولو لپاره تللې ده، دې لوبډلې په سریلانکا کې یادې لوبډلې ته په یو ورځنیو لوبو کې په ۲-۱ سریز کې ماته ورکړه او د یو ورځنیو لوبو سریز کې یې بریا خپله کړه.

په یاده لوبډله کې د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې ترڅنګ نورو ځوانو لوبغاړو ته په لوبډله کې د لوبېدو چانس ورکول شوی وو، چې هر یو د ځانه ښه کارګردګي وښودله او لوبډله ته یې بریا ورپه برخه کړه، وروسته دکریک ټریکر هندۍ ورزشي ویبپاڼي یو خبر خپور کړی، چې د هند ملې لوبډلې ځوان لوبغاړي په وینا د دوی هیواد دا وړتیا لري، چې دوه نوري ملې لوبډلې هم ولري.

هارډيک پانډيا وروسته تر هغه دا خبري کوي، چې اوس د هندوستان کرکټ ملې لوبډلې دوه لوبډلې په بیلابیلو هیوادونو کې په لوبو بوختي دي، د دوی له ډلې یې دوهمه لوبډله په سریلانکا کې ده او سبا د جولای میاشتې په ۲۵ نېټه به ورسره د شل اوریزه لوبو سریز پېل کړي.

د یادو دوو هیوادنو ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه سبا دوهمه شل اوریزه لوبه د جولای میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ شل اوریزه لوبه د همدې میاشتې په ۲۹مه نېټه ترسره کیږي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې