دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مصباح الحق: په یوې لوبې سره د یوه لوبغاړي په اړه قضاوت نشي کیدلی.

اعظم خان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې هغه ځوان لوبغاړی دی چې پدې وروستیو کې یې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته لار پیدا کړي ده، که څه هم نوموړی پخپلې وړتیا سره د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته رسیدلی دی، خو په ټولنیزو رسنیو کې په نوموړي او همداشان د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په سلیکشن یا غوراوي کمېټې تورونه پورې شوي چې ګواکې نوموړي د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي معین خان زوی دی او د هغه په واسطه په ملي لوبډله کې شامل شوي دی.

ددې ترڅنګ په مصباح الحق هم چې د یادې لوبډلې مشر روزونکی دی،تورونه پورې کيږي چې هغه ورته په ملي لوبډله کې د لوبیدو چانس برابر کړی دی.

دا چې اعظم خان پخپله لومړۍ لوبه کې ښه وځلیده،مصباح الحق انتقادونو ته په ځواب کې پخپله وویل،چې په یوې لوبې سره د لوبغاړي په اړه قضاوت باید ونشي.

مصباح الحق وویل،کله چې اعظم خان لږې نورې لوبې هم وکړي،لدې به هم بهترینې لوبې ترسره کړي.

«اعظم يوازې یو ښه اننګر ترسره کړ.اوس به وختي وي چې سړی د هغه په اړه څه ووایي.خو زه دومره وایم،کله چې نوموړی لږې نورې لوبې هم ترسره کړي،لدې به هم یو ښه لوبغاړی وي.اعظم خان چې په کوم پوزیشن یعنې په شپږم پوزیشن لوبه کوي.شاید ایوریج یې دومره ښه نه وي،خو بیا هم اعظم خان چټکه لوبه کړې.له همدې کبله باید په یوې لوبې سره د هغه په اړه قضاوت ونشي.»

د یادونې وړ ده چې په مصباح الحق لدې وړاندې د محمد عامر او شعیب ملک لخوا هم لدې کبله انتقادونه شوي دي،چې ګواکې سنیئر او تجربه کارو لوبغاړو په ځای ځوانو لوبغاړو ته زیات چانس ورکوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې