دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مشفیق الرحیم د استرالیا خلاف پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ څخه بهر شو.

ټاکل شوې ده چې د کوربه بنګله دیش او استرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ شل اوریزه نړیوال جام ته د تیاري په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ «۵» شل اوریزه سیالۍ ترسره شي.

د بنګله دیش کرکټ بورډ پرون دغه خبر تایید کړ چې د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی ویکټ کیپر توپ وهونکی «مشفیق الرحیم» به د استرالیا خلاف د پنځو شل اوریزه سیالیو په لړۍ کې شتون ونلري.

د راپورونو له مخې چې د مشفیق الرحیم مور او پلار ناروغه دي چې نوموړی په شخصي الوتکه کې له زمبابوې څخه بنګله دیش ته سفر وکړ.

د استرالیا سره لس ورځني قرانطین تړون له مخې مشفیق الرحیم نشي کولای چې په ټاکل شوي وخت د قرانطین موده تېره او د لوبډلې سره یوځای شي.

ټاکل شوي ده چې د بنګله دیش او استرالیا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به ۵ شل اوریزه سیالۍ د راتلونکي اګست میاشتې په ۳ مه، ۴ مه، ۶ مه، ۷مه او ۹ مه نېټه د بنګله دیش ډهاکه نړیوال کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې