نړیوال کریکټ

زمبابوې په دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې بنګله دیش ته ماتې ورکړه.

د زمبابوې او بنګله دیش ترمنځ د دریو شل اوریزهذسیالیو لړۍ دوهمه لوبه ترسره شوه چې زمبابوې لوبډلې په «۲۳» منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې زمبابوې په لومړي وار توپ وهنې سره ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۶۶ منډې وکړې.

زمبابوې ته په توپ وهنه کې ویسلی مادویر ۷۳ منډې وکړې او بنګله دیش ته شوریفول اسلام ۳ لوبغاړي وسوځول.

بنګله دیش د ټاکل شوي هدف په تعقیب ۱۹.۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۴۳ منډې وکړې او د ۲۳ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

بنګله دیش ته زیاتې منډې شمیم حسین ۲۹ وکړې، زمبابوې ته لوک جونکوا او مساکدزا درې درې لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی ویسلی مادویر اعلان شو، لړۍ یو یو مساوي شوه چې دریمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه به پای لوبه یا پریکړه کونکي وي چې ټاکل شوې ده چې د جولاۍ په ۲۵ مه نېټه ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې