دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د هندۍ لوبډلې چټک توپ اچونکي بنیشور کمار بخت یاري وکړه، ممکن د ډیدیت پاډیکل بخت هم راویښ شي.

ټاکل شوې ده چې هندۍ کرکټ ملي لوبډله به د راتلونکي اګست میاشتې په څلورمه نېټه د ټیسټ اتلوالۍ دوهم پړاو پنځه ټیسټ سیالۍ د کوربه انګلستان خلاف پیل کړی.

له دغه اوږد سفر او سیالۍ وړاندې د هندوستان درې مهم لوبغاړي شبمن ګیل، اویش خان او واشنګټن سونډر ټپي شول او له دې لړۍ څخه بهر شول.

که څه هم د پیلیز توپ وهونکي شبمن ګیل په ټپې کیدو سره هند کرکټ ادارې د ځای ناستي لوبغاړي لټون او غوښتنه ونکړه، ځکه چې دوی له ځان سره کیل راهول درلود، خو د یونډر او اویش خان ټپي کېدو وروسته هند کرکټ اداره د ځای ناستو لوبغاړو په لټه کې ده.

ټایمز آف انډیا ویب پاڼې د هند کرکټ کنټرول ادارې چارواکو له خولې ویلي دي چې بنیشور کمار او دیویدوت پډیکال د هغو لوبغاړو په لیسټ کې دي چې د انګلستان خلاف پنځو ټیسټ سیالیو دپاره د ځای ناستو لوبغاړو په توګه اعلان شي.

هندۍ کرکټ ملي لوبډله د ویراټ کوهلي په مشرۍ انګلستان کې او دوهمه کرکټ ملي لوبډله یې د شکر دهوان په لوبډلمشري کې د سریلانکا خلاف په سریلانکا کې په سیالیو بوخته ده.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې