دلوبغاړو په اړهمرکېنړیوال کریکټ

د رئیس احمدزي لویې هیلې: د راشدخان په کپتانۍ کې به افغان لوبډله د نړیوال جام سیمي فاینل ته لار پیدا کوي.

د افغانستان کرکټ بورډ پخواني ډایریکټر رئیس احمدزي ویلي، د راشدخان په کپتانۍ کې او د شل اوریزو لوبو د ښو لوبغاړو په شتون کې به افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام منځ لوبو یا سیمي فاینل ته لار پیدا کوي.

د نوموړي په وینا د افغانستان سپین بالینګ او اماراتو کنډیشن ته په کتو سره ددې زیات چانس دی،چې افغانستان یاد پړاو ته لار ومومي.

“د افغانستان ټاپ کلاس سپین بالینګ ته په کتو،همداشان د شل اوریزو لوبو لوبغاړو ته په کتو به ان شاءالله،افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راشدخان په کپتانۍ کې د نړیوال شل اوریز جام سیمي فاینل ته لار مومي.”

د رئیس احمدزي څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله د نړیوال شل اوریز جام په ګروپ بندۍ کې د نیوزیلینډ او هندوستان په څیر له پیاوړو لوبډلو سره شتون لري.

ټاکل شوي نړیوال شل اوریز جام سیالۍ به راتلوونکي اکتوبر میاشت کې د عمان او اماراتو په کوربتوب پیل شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې