لیګونه

د اووم پړاوو پاکستان سوپر لیګ سیالیو نېته په ډاګه شوه

د پاکستان سوپر لیګ سیالۍ، چې شپږ پړاوونه یې تر دې دمه پوري ترسره شوي اووم پړاوو یې په ۲۰۲۲ کال کې د جنوري او فیبروري په میاشتې کې ترسره کیږي.

د دې سیالیو په تړاوو د پاکستان کرکټ بورډ مشر وسیم خان د پي ایس ایل سیالیو له مالیکینو سره د ټلیفون له لاري خبري اترې ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې د یادو لوبو لپاره د جنوري – فیبروري میاشتې وټاکل شوه.

اوس ټاکل شوې د پاکستان سوپر لیګ سیالیو اووم پړاوو د ۲۰۲۲کال د جنوري – فیبروري په میاشتې کې ترسره شي خو دا لا تراوسه معلومه نه ده، چې یادې لوبې به د خپله پاکستان کې ترسره کیږي او یا هم په متحده عربي اماراتو کې.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو شپږ پړاوو د ملطان شلطانز لوبډلې په خپل نوم کړ، دې لوبډلې په پایلوبه کې د پیښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو ماتې ورکړه او پایلوبه یې په خپل نوم کړه.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې