لیګونه

د انګلستان نوي بڼه «سل بالیزه» کرکټ لیګ پیل شو چې محمدنبي پکې لومړۍ لوبه ترسره کړه.

د انګلستان کرکټ بورډ په نوښت دغه هېواد کې په نوي بڼه «سل بالیزه» کرکټ لیګ د جولاۍ په ۲۲ مه نېټه پیل شو چې تېره شپه د جولاۍ ۲۳ مه افغان لوبغاړي محمدنبي د دغه لیګ لومړۍ لوبه ترسره کړه.

په سیالۍ کې د محمدنبي اړوند لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۱۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۴۴ منډې وکړې، نیوزیلینډي کراولي ۶۴ منډې وکړې، محمدنبي په ۴ توپونو ۶ ناسوځېدلي منډې وکړې.

د محمدنبي مخالفې لوبډلې ټاکل شوی هدف ۹.۷ اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۳ ویکټو یې بریا خپله کړه.

افغان لوبغاړي محمدنبي دوه اورونه ترسره کړل چې د ۲۰ منډو په ورکولو سره یې یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې