افغانستان کریکټ

خوست کې د اختریز جام سيالیو ټورنمینټ پای ته ورسېدۀ.

د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ د مښې کنډو په سیمه کې د اختریز جام سيالۍ د ډډول کلب په بریا پای ته ورسیدې.

یادې سيالۍ چې څه موده وړاندې د نیازولي مشول لخوا د خوست سیمه ایزو او ټاپ لوبډلو ترمنځ په لاره اچول شوي وي.تیره ورځ یې د سيالیو پایلوبه د خوست پنزایي لښکر لوبډلې او همداشان ډډوال کرکټ لوبډلې ترمنځ پایلوبه ترسره شوه.

پایلوبه کې د پنزایې لښکر لوبډلې په اتو اورونو کې ۱۴۶ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۴۷ منډو هدف کيښود.

ټاکل شوی هدف د ډډوال کلب لخوا په اسانۍ سره په وروستي اور کې ترلاسه او بریا یې خپله کړه.
د پنزایي لښکر لوبډلې لخوا اصغر اتل او د ډډوال کلب لخوا بیا ایمل شاهین ښه لوبه ترسره کړه.

د یادونې وړ ده چې ګټوونکي لوبډلې ته د خوست والي مهمند کټوازي لخوا «یو لک» افغانۍ او بایلوونکي لوبډلې ته بیا «پنځوس زره » افغانۍ د انعام په توګه دالۍ شوې.

د خوست ولایت والي مهمند کټوازي لخوا همداشان د ټورنمېنټ په لاره اچوونکي نیازولي مشؤل ته هم پنځوس زره افغانۍ د انعام په توګه ورکړل شوې.
د کرکټ ټولو مینه والو همداشان په یوه غږ سره د سولې غږ وکړ او همداشان یې د خپلو ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې