افغانستان کریکټنړیوال کریکټ

تازه؛ د افغانستان او پاکستان د لوبو نېټه او ځای په ډاګه شو.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې او پاکستان کرکټ ملې لوبډلې ترمنځ د درییو یو ورځنیو لوبو وخت او نېټه په ډاګه شوه.

د پاکستان »کریک ویک« ورزشي ویبپاڼي د خبر له مخې ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډله د پاکستان ملې لوبډلې پروړاند د سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د سریلانکا په مهیندا راجاپسکا لوبغالي کې د افغانستان په کوربتوب ترسره شي.

ټاکل شوې وه، چې د دې دوو هیوادونو ترمنځ دا سریز د سریلانکا پر ځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوی وایې، خو وروسته یې د یادو لوبو ځای سریلانکا ټاکلی، خو د دې ځای او کره نېټه په اړه لا تراوسه افغان کرکټ بورډ رسمي خبر نه دي شریک کړی.

تېره ورځ د پاکستان پروړاندي لوبو ته افغان کرکټ بورډ خپله ۱۷ کسیزه لوبډله هم اعلان کړه، چې تر ډېره پوري په لوبډله کې ځوانو  لوبغاړو ته د لوبېدو چان ورکړل شوی وو، په دې ډله کې صدیق‌اتل، شاهد کمال، نوراحمد لکڼوال، فضل حق فاروقي او عبدالرحمن هغه ځوان لوبغاړي دي، چي د لومړي ځل لپاره ملې لوبډله یې د یوورځنیو لوبو په سکواډ کي اخیستل شوي دي.

ملې لوبډلې سکواډ:

رحمن‌الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، رحمت‌شاه، حشمت‌الله شهیدي، نجیب ځدران، ابراهیم ځدران، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، عضمت‌ عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوین‌الحق، مجیب ځدران، فضل‌حق فاروقي او نوراحمد لکڼوال.

احتیاطي لوبغاړي: یوسف ځاځی، سلیم صافی، شراف الدین اشرف او قیس احمد.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې