دلوبغاړو په اړهمقالې

ایا پوهیږئ چې راشدخان هر کال د افغان کرکټ بورډ او «ای پي ایل» څخه څومره پیسې ترلاسه کوي؟

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې دا ځوان سلو توپ اچونکی او د ملې لوبډلې د شل اوریزه لوبو لوبډلمشر د لسو هغو لوبغاړو په لیست کې راغلی، چي د خپل کرکټ بورډ څخه په دومره زیاتې پیسې لاسته نه راوړي لکه د هند غوره لیګ په سیالیو کې.

د افغانستان کرکټ ملې لوبډله له ۲۰۱۵ کال څخه بیا تراوسه هغه لوبډله ده، چې په زیات شمېر لوبډلې یې شاته پریښې او په دې لړ کې یې پیاوړو لوبډلو ته ماته ورکړې، په یاده لوبډله کې پیاوړي لوبغاړي شتون لري، د دوی په ډله کې تر ټولو لوي نوم د راشد خان دی.

راشد خان ارمان د نړۍ په سطحه یو پیاوړی توپ اچونکی دی، هغه د هندوستان په غوره لیګ سیالیو کې هم ښه لوبیږي او په  یاد لیګ کې له ۲۰۱۷ کال راهیسي لوبه ترسره کوي او ښې لاسته راوړني لري، یاد لوبغاړي ته د افغانستان کرکټ بورډ له لوري د کاله ۷۲.۸۲ لکه افغاني ورکول کیږي، خو د هندوستان غوره لیګ په سیالیو کې بیا دې لوبغاړي د حیدراباد لوبډلې سره د کاله په ۹.۷ کروړه پېسو باندي قرارداد ترسره کړی، چي دا پیسې د ۹۰۰لکه او ۷۰ زره افغانیو سره سمون خوري.

د افغانستان د کرکټ په لوبغاړو کې راشدخان ارمان تر ټولو بډایه لوبغاړی دی، چې د افغان کرکټ بورډ ترڅنګ د نړۍ له بېلابیلو لیګونو څخه په زیات شمېر عاید ترلاسه کوی.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې