مرکېمقالېنړیوال کریکټ

شعیب اختر د هغو دوه لوبډلو نومونه وښودل چې د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام پای لوبې ته وځي او هم یې ګټونکي لوبډله په ګوته کړه.

شعیب اختر وایي چې پاکستان او هندوستان به د شل اوریزه نړیوال جام پای لوبې ته وځي خو پاکستان به د پای لوبې ګټونکی وي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي «شعیب اختر» وړاندوینه کړې چې د سږ کال شل اوریزه نړیوال جام پای لوبه به د پاکستان او هندوستان ترمنځ ترسره شي.

د هندوستان رسنیو په وینا چې په یوه مرکه کې شعیب اختر وویل چې هغه فکر کوي چې پاکستان به دا فاینل د خپل سرسخت سیال په وړاندې وګټي.

باید یادونه وشي چې د هندوستان پروړاندې د کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» پنځوس اوریزه او شل اوریزه نړیوالو جامونو کې د هند په وړاندې د پاکستان ریکارډ د ۱۱ په مقابل کې صفر دی.

مګر د دغه لوی ریکارډ سره سره هم شعیب اختر احساس کوي چې دغه لوی ریکارډ به د روان کال په نومبر میاشت کې په متحده اماراتو کې بدل شي.

هندوستان د پاکستان په وړاندې په پنځو شل اوریزه نړیوالو جامونو کې هېڅ سیالي نده بایللی.

ټاکل شوي ده چې شل نړیوال جام به د روان کال اکتوبر له ۱۷ مې نېټې څخه د نومبر تر ۱۴ مې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي چې ۱۶ لوبډلې به پکې برخه واخلي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې