نړیوال کریکټ

سویلي افریقا په دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې هم ایرلینډ ته ماتې ورکړه.

په سیالۍ کې سویلي افریقا په لومړي وار توپ وهنې سره د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۵۹ منډې وکړې او ایرلینډ ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکل شو.

ډیویډ مېلر د سویلي افریقا لپاره ۷۵ منډې وکړې.

ایرلینډ د ټاکل شوي هدف په تعقیب ۱۹.۳ اورونو کې ۱۱۷ منډې وکړې او د ۱۳ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

د سیالۍ غوره لوبغاړی ډیویډ میلر اعلان شو، په دې سره د دریو شل اوریزه سیالیو په لړۍ کې سویلي افریقا دوه صفر بریا خپله کړه خو وروستۍ لوبه یې هم ترسره کیږي.

لدې وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ یو پر یو مساوي پای ته رسېدلي وه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې