نړیوال کریکټ

د ویسټ انډیز او اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلې ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه وځنډول شوه.

ټاکل شوې وه، چې نن د اسټرالیا او ویسټ انډیز د کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ دوهمه یو ورځنۍ لوبه ترسره شوې وایې خو یاده لوبه د کرونا وبا له امله وځنډول شوه.

د یادې لوبې ټاس یا پچه هم د دواړو لوبډلو ترمنځ اچول شوې وه، چې د لوبي د پيلېدو څخه يوه دقيقه مخکې د ويسټ انډيز د لوبډلې د کرونا ټيسټ مثبت کېدو وروسته لوبه و ځنډول شوه.

دا ده اسټراليا او ويسټ انډيز دوهمه يوه ورځنۍ لوبه وه چي کرونا وبا يې د مخنيوي لامل و ګرځېده، د چارواکو په خبره یاده لوبه به بیرته ترسره شي خو تر اوسه یې دقیقه نېټه نه ده په ډاګه شوې.

د ټولو لوبغاړو د کرونا ټیسټ بیا به کتل کیږي که چیري پایله منفي وه لوبه به له سره ترسره شي، که چیري د کوم لوبغاړي د کرونا ټیسټ مثبت شو نو دا لوبه له منځه ځي.
د یادو دوو هیوادونو ترمنځ به دریېمه یو ورځنۍ لوبه سبا د جولای میاشتې په ۲۴ نېټه ترسره شي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې