دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کرکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» د پنځوس اوریزه فارمټ توپ اچونکو تازه درجه بندي اعلان کړه چې مجیب الرحمان د بنګله دیشي توپ اکونکي څخه خپل مقام بېرته ترلاسه کړ.

د کرکټ نړیوالې شورا نن د جولاۍ ۲۱ مه نېټه د پنځوس اوریزه فارمټ توپ اچونکو درجه بندي اعلان کړه چې پکې مجیب الرحمان په شمول ځینو لوبغاړو پرمختګ خو ځینې شاتګ کړی دی.

په لس غوره توپ اکونکو کې ټریټ بولټ په «۷۳۷» نمرو اخیستلو سره په خپلو لومړي مقام پاتې دی، پداسې حال کې چې مجیب الرحمان او انګلستاني توپ اچونکي کریس ووکس یو یو مقام پرمختګ کړی دی چې مجیب الرحمان په «۷۰۸» نمرو اخیستلو سره دوهم او کریس ووکس په «۷۰۰» نمرو اخیستلو سره دریم مقام ترلاسه کړی.

بنګله دیشی ورو توپ اچونکی مهیدي حسن میراز له دوهم مقام څخه څلورم مقام ته ښکته شوی، پداسې حال کې چې میټ هینري، جسپریټ بومرا، حوش هزیلیووډ په ترتیب سره په خپل پنځم، ښپږم او اووم مقام پاتې دي.

شکیب الحسن د زمبابوې خلاف ښه ځلیدو وروسته ۹ ګامه مخکې شوی دی او ۸ مقام یې خپل کړی دی، پداسې حال کې چې کاګیسو رباډا او پټ کمینس دواړه یو یو ګام شاته شوي دي چې په نهم او لسم مقام کې شتون لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې