نړیوال کریکټ

میچل سټارک یې خانه ور خرابه کړه، استرالیا په لومړۍ پنځوس اوریزه سیالۍ کې په لوی توپیر ویسټ انډیز مات کړ.

د استرالیا او ویسټ انډیز ترمنځ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ لوبه ترسره شوه چې استرالیا په «۱۳۳» منډې بریا خپله کړه.

لوبه د باران له امله ۴۸ اوره ترسره شوه چې استرالیا په ۴۹ اورونو کې د ۹ لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۵۲ منډې وکړې.

استرالیا ته الیکس کیري ۶۷ منډې وکړې، ویسټ انډیز ته هایډن والیش ۵ لوبغاړي وسوځول.

ویسټ انډیز په ۲۶.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۲۳ منډې وکړې او لوبه یې په ۱۳۳ منډو وبایلله.

ویسټ انډیز ته کیرون پولارډ ۵۶ زیاتې منډې وکړې، استرالیا ته میچل سټارک د ۴۸ منډو په ورکولو سره ۵ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې غوره لوبغاړی میچل سټارک اعلان شو، د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ کې استرالیا یو صفر مخکې شوه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې