نړیوال کریکټ

انګلستان په دریمه او وروستۍ شل اوریزه سیالۍ کې هم پاکستان مات کړ او تش لاس یې خپل کور ته ولیږۀ.

د پاکستان او انګلستان ترمنځ د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ دریمه او وروستۍ لوبه هم ترسره شوه چې انګلستان په ۳ ویکټو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې پاکستان په لومړۍ وار توپ وهنې سره ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۵۴ منډې وکړې، یوازینی توپ وهونکی محمد رضوان و چې زیاتې *۷۶ ناسوځېدلي منډې یې وکړې، انګلستان ته عادل راشید ۴ لوبغاړي وسوځول.

انګلستان ټاکل شوی هدف د لوبې ۱۹.۴ اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۳ ویکټو یې بریا خپله کړه.

انګلستان ته جیسن رای ۶۴ منډې وکړې او پاکستان ته محمد حفیظ ۳ لوبغاړي وسوځول.

په دې سره د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ انګلستان دوه د یو په مقابل کې وګټله، د سیالۍ غوره لوبغاړی جیسن رای او د لړۍ غوره لوبغاړی لیام لیونگسټون اعلان شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې