دلوبغاړو په اړه

پاکستانۍ لوبډله کې د معین خان او اعظم خان پنځمه جوړه شوه چې زوی او پلار د پاکستان لوبډلې دپاره لوبه کوي، دا چې د معین خان او اعظم خان وړاندې کوم زوی او پلار لوبېدلي په لاندې لیکنه کې یې لوستلی شئ.

اعظم خان چې د انګلستان په کوربتوب د پاکستان په استازیتوب لومړۍ نړیواله لوبه ترسره کړه د پاکستان لپاره پنځمه جوړه زوی او پلار شول د پاکستان په استزیتوب نړیوالو سیالیو کې ګډون کوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني ویکټ کیپر توپ وهونکي «معین خان» زوی اعظم خان څو ورځې وړاندې د پاکستان په استازیتوب د انګلستان خلاف لومړۍ شل اوریزه سیالي ترسره کړه.

اغظم خان او معین خان د هغو پاکستان لوبغاړو په لیسټ کې شامل شول چې له دوی وړاندې زوی او پلار په نړیوال کرکټ کې د پاکستان استلزیتوب کړی وو.

د اعظم خان او معین وړاندې نذر محمد او د هغه زوی مدثر نذر، حنیف محمد او د هغه زوی شعیب محمد، ماجدخان او د هغه زوی بازید خان، او عبدالقادر او د هغه زوی عثمان قادر د پلار او زوی په توګه د پاکستان لپاره په نړیوالو سیالیو کې ګډون کړی وو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې