نړیوال کریکټ

هندۍ کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پنځوس اوریزه سیالۍ کې سریلانکا ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه.

په سیالۍ کې سریلانکا د ټاس ګټلو وروسته لومړۍ د توپ وهنې پریکړه وکړه چې ۵۰ اورونو کې یې د ۹ لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۶۲ منډې وکړې.

سریلانکا کرونارتني ۴۳ او شناکا ۳۹ زیاتې منډې وکړې، هندوستان ته کلدیف یادو، چاهل او ډیپیک چاهر دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

هندۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې ۳۶.۴ اورونو کې د ۳ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ او په ۷ ویکټو یې بریا خپله کړه.

هندوستان ته ایشان کیشن ۵۹ او لوبډلمشر شکر دهوان *۸۶ ناسوځېدلې منډې ترلاسه کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی پرتیو شو اعلان شو چې په ۲۴ توپونو یې ۴۳ منډې جوړې کړي وې، د دریو پنځوس اوریزه سیالیو په لړۍ کې هندوستان یو صفر مخکې شو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې