دلوبغاړو په اړهلیګونه

نوین الحق د ټونټي بلاسټ سيالۍ د زیاتې ویکټې اخیستوونکي بالر په توګه پای ته ورسولې.

افغانستان ځوان لوبغاړی نوین الحق چې د انګلستان په کورنیو ټونټي بلاسټ سيالیو کې د لیسسټر شآير لوبډلې په ګټه لوبې ترسره کولې.نوموړي په یاد لومړي موسم کې د ښه ځلیدو وروسته خپلې سيالۍ پای ته ورسولې.

داسې به ډيرې کمې لوبې وي چې نوموړي پکې ویکټې نه وي اخیستې،نور یې په هره لوبه کې د خپلې لوبډلې په ګټه ویکټې ترلاسه کړي دي.

نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه ۱۴ لوبې ترسره کړې او ټولټال یې ۵۲،۴ اورونه ترسره کړل چې ۲۶ ویکټې یې پکې ترلاسه کړې او یاد لیګ کې يې د زیاتې ویکټو اخیستوونکي بالر په توګه بشپړې کړې.

نوین الحق هم له خپلو مینه والو مننه کړې چې نوموړي ته يې دعاګانې کړې.
نوین ویلي،دا لیګ د نوموړي لپاره پدې له خاطرو ډک لیګ وو،چې لومړۍ ځل یې و،چې په یاد لیګ کې لوبې ترسره کوي او همداشان زیاتې ویکټې اخیستوونکی بالر هم کیږي.

«زه غواړم چې لدې فرصت څخه په ګټې اخیستلو سره له ټولو مینه والو څخه ځانګړي مننه وکړم.دا زما لپاره ستر ویاړ دی چې لومړي ځل په یاد لیګ کې ولوبیدم او د زیاتې ویکټې اخیستوونکي بالر په توګه مو پای ته وراسوه.زه د خپلې لوبډلې غړو او ملګرو څخه زیاته مننه وکوم چې له پيله تر پایه يې زما ملاتړ وکړ.»

که څه هم د یادو سيالیو وروستۍ پړاو لوبې لا هم پاتي دي،خو لدې وروسته سل بالیزه سيالۍ شروع کیږي او نوین الحق پکې شتون نه لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې