دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

شیکر داون لسم هندي لوبغاړی شو چې ۶ زره منډې بشپړوي

د سریلانکا په وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو په لومړۍ لوبه کې شیکر داون د نیمه سلیزې په جوړولو سره وتوانیده چې شپږ زره منډې بشپړې کړي.

پدې سره نوموړی له ټنډولکر،کوهلي،ګنګولي،یوراج سینګ،ډوهني،اظهر الدین،ډراویډ،روهیت شرما،سیواک وروسته لسم هندي لوبغاړی شو چې په یو ورځنیو لوبو کې دغه کارنامه ترسره کوي.

شیکر داون په ۹۵ توپونو ۸۶ ناسوځیدلي منډې جوړې کړې او د سریلانکا لخوا ټاکل شوی د ۲۶۳ منډو هدف،هند دوهمې لوبډلې په ۳۷م اور کې د درې لوبغاړو په سوځیدو ترلاسه او په اوو ویکټو یې بریا خپله کړه.

دواړو لوبډلو ترمنځ به دوهمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په شلمه نېټه ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې