افغانستان کریکټ

د کرکټ نړیوالي شورا سره دریېو نورو لوبډلو غړیتوب پېداکړ

اې سي سي یاد کرکټ نړیوالي شورا سره تاجکستان، منګولیا او سویزرلنډ د کرکټ لوبډلې نوي‌ غړي شول.

د یادو دریېو لوبډلو په اضافي کېدو سره د کرکټ د نړیوالې شورا ټول غړي ۱۰۹ شول چې د افغانستان په ګډون ۱۲ یې بشپړ غړي او پاتې نور یې د دویمې او درېیمې درجې هېوادونه دي.

۱۲ هغه لوبډلې، چې لومړۍ درجه دي، افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، اسټرالیا، نیوزلینډ، ویسټ انډیز، ایرلینډ، انګلستان، سویلي افریقا، زیمبابوي او سریلانکا لوبډله بشپړ غوړيتوب د کرکټ نړیوالي شورا سره لري.

د دې ترڅنګ ۹۷ بیا هغه لوبډلې دي، چې د کرکټ نړیوالي شورا سره په دوهمه درجه کې شتون لري، د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې په څېر، چې تر ۲۰۱۷ کاله پوري یې د کرکټ نړیوالي شورا سره بشپړ غړیتوب نه درلودئ، خو په هم هغه ۲۰۱۷ کال کې یې تر لاسه کړ.

د کرکټ نړیواله شورا سره، چې د کرکټ په برخه کې هره لوبډله ښه کارګردګي ترسره کړي، نو دوی یې لومړی په  خپل لیست کې غړیتوب ورکړي او که یې چیري ښې لوبې ترسره کړي نو پول ممبر شپ یا بشپړ غړیتوب ترلاسه کوي.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې