نړیوال کریکټ

د شکیب الحسن زبردستې توپ وهنې پر مټ بنګله دیشۍ لوبډلې د زمبابوې خلاف دوهمه بریا خپله کړه.

د کوربه زمبابوې او بنګله دیش لوبډلو ترمنځ د ورلډ کپ سوپر لیګ د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ دوهمه لوبه ترسره شوه چې بنګله دیش په «۳» ویکټو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې زمبابوې په لومړي وار توپ وهنې سره د سیالۍ ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو سوځېدو په سر ۲۴۰ منډې وکړې او بنګله دیش ته ۲۴۱ هدف وټاکل شو.

زمبابوې ته په توپ وهنه کې ویسلي مدهویر ۵۶ او برینډن ټایلر ۴۶ منډې وکړې، بنګله دیش ته شوریفل اسلام ۴ لوبغاړي وسوځول.

بنګله دیش ټاکل شوی هدف د لوبې ۴۹.۱ اورونو کې د ۷ لوبغاړو سوځېدو په سر ترلاسه کړ چې شکیب الحسن *۹۶ ناسوځېدلي منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړی شکیب الحسن اعلان شو، د دریو پنځوس اوریزه سیالیو لړۍ بنګله دیش دوه صفر وګټله چې دریمه او وروستۍ لوبه یې هم ترسره کیږي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې