نړیوال کریکټ

انګلستان خپل غچ واخیست، دوهمه شل اوریزه سیالۍ کې یې پاکستان ته د «۲۰۰» منډو هدف وټاکۀ چې پاکستان یې ترلاسه کولو کې پاتې راغی.

د کوربه انګلستان او پاکستان ترمنځ د دریو شل اوریزه سیالیو لړۍ دوهمه لوبه ترسره شوه چې پکې کوربه انګلستان په «۴۵» منډو بریا خپله کړه.

په سیالۍ کې انګلستان لومړۍ توپ وهنه وکړه چې ۱۹.۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو سوځېدو په سر «۲۰۰» منډې جوړې کړې او پاکستان ته د ۲۰۱ منډو هدف وټاکل شو.

انګلستان ته جوس بټلر ۵۹ زیاتې منډې وکړې، پاکستان ته محمد حسنین ۳ ویکټې ترلاسه کړې.

پاکستان یې په ځواب کې ۲۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو سوځېدو په سر ۱۵۵ منډې وکړې او د ۴۵ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

پاکستان ته محمد رضوان ۳۷ او شاداب خان ۳۶ زیاتې منډې وکړې، انګلستان ته ثاقب محمود ۳ لوبغاړي وسوځول.

د درې شل اوریزه سیالیو لړۍ یو یو مساوي روانه ده چې وروستۍ دریمه لوبه یې هم ترسره کیږي، د پرونۍ لوبې غوره لوبغاړی معین علي اعلان شو چې ۳۶ یې منډې جوړې کړې او دوه لوبغاړي یې وسوځول.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې