ریکارډونهنړیوال کریکټ

پاکستان ۱۲ ځلې په نړیوال جام کې له هند سره مخ شوی دی خو هېڅ بریا نلري، راځئ دغه خوندوره لیکنه راسره ولولئ.

هندوستان او پاکستان په دې وروستیو کې د سیاسي کړکیچ له امله هغه دوه سر سخت راقیبان دي چې د سیاسي اړیکو ترڅنګ یې په ورزش خاص ډول کرکټ کې هم سخته مقابله روانه وي.

د دوی ترمنځ لوبې نه یوازې د کرکټ مینه وال تعقیبوي، بلکې د دواړو هېوادونو سیاسیونو لخوا هم په خورا دقت څارل کیږي.

دواړه لوبډلې د کرکټ نړیوالې شورا په چیمپین شپ، اسیا جام، شل اوریزه او پنځوس نړیوالو جامونه کې له یو بل سره مخ دی، خو پاکستان لوبډلې له ۱۹۹۲ م کال راهیسې پنځوس اوریزه او شل اوریزه نړیوال جام کې هندۍ لوبډلې ته ماتې نده ورکړي.

له ۱۹۹۲ کال راهیسې پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډله «۱۲» ځلې د هندۍ لوبډلې سره پنځوس اوریزه او شل اوریزه نړیوال جام کې مخامخ شوي ده چې «۱۲» ځلې پاکستان ماتې خوړلې ده.

د دولس نړیوالو جامونو عبارت:
۱۹۹۲ پنځوس اوریزه نړیوال جام: هند پاکستان ته په «۴۳» منډو ماته ورکړه.

۱۹۹۶ پنځوس اوریزه نړیوال جام: هند پاکستان ته په «۳۹» منډو ماته ورکړه.

۱۹۹۹ پنځوس اوریزه نړیوال جام: هندوستان په «۴۷» منډو پاکستان ته ماته ورکړه.

۲۰۰۳ پنځوس اوریزه نړیوال جام: هندوستان په «۶» ویکټو پاکستان ته ماته ورکړه.

۲۰۰۷ شل اوریزه نړیوال جام: هند په سوپر اور پاکستان ته ماته ورکړه.

۲۰۰۷ م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام: هندوستان په «۵» منډو بریا خپله کړه.

۲۰۱۱م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام: هندوستان په «۲۹» منډو پاکستان مات کړ.

۲۰۱۲م کال شل اوریزه نړیوال جام: هندوستان په ۸ ویکټو پاکستان مات کړ.

۲۰۱۴م کال شل اوریزه نړیوال جام: هندوستان په ۶ ویکټو پاکستان مات کړ.

۲۰۱۵م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام: هندوستان په «۷۶» منډو پاکستان مات کړ.

۲۰۱۶م کال شل اوریزه نړیوال جام: هندوستان په «۶» ویکټو پاکستان مات کړ.

۲۰۱۹م کال پنځوس اوریزه نړیوال جام: هند په «۸۹» منډو پاکستان مات کړ.

راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام کې د افغانستان په شمول هند او پاکستان یو ګروپ کې دي چې خپل تاریخ به بدل کړي کنه.

یادونه: چيمپین ټرافي او اسیاجام کې هند د پاکستان لخوا له ماتې سره مخ شوی دی، پورته یوازې د نړیوالو جامونو معلومات دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې