دلوبغاړو په اړهمرکېنړیوال کریکټ

راشدخان: داسې چانس مو ترلاسه نه کړ چې لاسته راوړنې یو ځای د کورنۍ سره ونمانځم.

راشدخان ډير کم وخت کیږي چې د افغانستان کرکټ په ملي لوبډله کې راڅرګند شوی دی، نوموړي هغه مهال زیات شهرت ترلاسه کړ،کله چې په لومړي ځل په ای پي ایل سيالیو کې د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې لخوا واخیستل شو.نوموړی نه یوازې چې یوازې په نوم واخیستل شو،بلکې نوموړي په لومړي موسم کې خپله وړتیا وښوده او د نړۍ ستر کرکټران یې له مخې پورته کړل او پدې سره د راشدخان نوم په نړۍ کې شهرت ترلاسه کړ.

راشدخان نه یوازې چې خارجي لیګونو کې ښه ځلیدلی دی،بلکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یې هم سترې لاسته راوړنې او بریاوې ترلاسه کړي دي.
خو پخپله راشدخان وایي،په نړیوالو لیګونو کې د زیاتو مصروفیاتو له کبله یې ونشول کولای چې د لاسته راوړنو بریاوې له خپلې کورنۍ سره یو ځای ونمانځي.

راشدخان په تیرو پنځو کالونو کې یوازې ۲۵ ورځې پخپل کور کې تیرې کړي او نور ټول وخت یې په خارجي لیګونو او د افغانستان سره په لوبو کې تیر کړي دي.
پدې موده کې کرونا ویروس هم رامنځ ته شو او یوازې نوموړي پدې کرونايي چاپيریال کې ۱۰۸ د کرونا ټيسټونه تراوسه ورکړي دي.

پخپله راشدخان وایي،په قرنطین کې اوسیدل هم آسانه نه وي او خامخا یو لوبغاړی د ذهني او فزیکي مشکلاتو سره مخ کوي.

«په یوه خونه کې تر ډیره وخته اوسیدل،حتما په یوه شخص اغیزه اچوي. ستاسو ذهني اړخ کمزوری کوي.ښکاره ده چې ستاسو په کارکردګۍ او فېټنیس هم بده اغیزه کوي.کله چې لوبې ته ښکته شې،لوبه هم بعضې وخت له سړي هیریږي.»

راشدخان به د راتلوونکي شنبې په ورځ په لومړي ځل په سل بالیزه سيالیو کې د ټرنټ راکېټس لوبډلې لپاره سيالۍ ترسره کړي.

د یادو سیالیو په اړه راشدخان وایي:« لس توپونه په یوه اور کې ترسره کول،تاسو ته دا فرصت هم درکوي چې لس ویکټې هم پرې واخلئ.

خو په ورته وخت کې بېټسمین هم پوره وخت لري چې تاسو هم تر برید لاندې راولي.زه خو سپنر یم،زما لپاره به دومره ستونزه نه وي،خو د یوه فاسټ بالر لپاره چې تر ۱۴۰ پورې سفید لري،منډې او رن اف کول به ورته لږ څه ستونزمن غوندې وي.پدې کې زما لپاره دا چانس شته چې څلور نور اضافي توپونو باندې بېټسمینان دوکه کړم.»

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې